Denna webbplats riktar sig till allmänheten i Sverige

Astrazeneca logotyp
  • 9 هو/نه پوښتنې
  • د برېښنالیک ثبتولو ته اړتیا نشته

پام وکړئ چې که چېرې تاسو سخت ناروغه یاست نو د سلامشورې لپاره د روغتیایي چارو تأسیساتو، د مثال په توګه 1177، سره اړیکه ونیسئ.

پام وکړئ چې که چېرې تاسو سخت ناروغه یاست نو د سلامشورې لپاره د روغتیایي چارو تأسیساتو، د مثال په توګه 1177، سره اړیکه ونیسئ.

د Lungkollen ازموینه یوه تشخیصي وسیله نه ده او د ډاکټر د تصدیق بدیل نه دی بلکه مقصد یې دا دی چې د سږو د سرطان په شمول د سږو د ناروغیو په اړه عامه پوهاوی زیات کړي. د سږو ډیری ناروغۍ اکثره په پیل کې ناڅرګنده نښې نښانې ښکاره کوي او له بده مرغه د سږو د سرطان هم دا ډول نښې نښانې لري او که چېرې تاسو داسې علایم لرئ چې تاسو یې په اندېښنه کې اچولي یاست او یا تاسو په دې اړه مشورې ته اړتیا لرئ نو باید د روغتیایي چارو یو مرکز ته مراجعه وکړئ. د دې انټرنیټي ازموینې محتوا د سرطانپوهنې څانګې سرطبیب پوهنمل مایکل بیری کویست او د داخله ناروغیو متخصص پر رونمارک په همکارۍ ترتیب او تدوین شوې ده.

ایا تاسو دوامداره، تازه یا تغییر شوی ټوخی لرئ؟

که ځواب هو وي: ټوخی یو عادی تکلیف دی چې ګڼ شمېر بېلابېل لاملونه لري. ټوخی یو محافظوي عکس العمل دی او هغه وخت شروع کېږي کله چې څه شی د سږو د هوا د لارو مخاطي پردې راوپاروي. کله چې ټوخی خپل شکل بدلوي او په پرله پسې ډول یې تکلیف زیاتېږي او یا یې شکل اوږمهاله زکام ته ورته وي، باید تل د ډاکټر لخوا معاینه شي.

ایا تاسو احساس کوئ چې په برانشونو یعنې د سږو د هوا په لارو کې مو د بلغم تولید زیات شوی دی؟

که ځواب هو وي: که چېرې تاسو احساس کوئ چې په برانشونو کې مو د بلغم تولید زیات شوی دی نو لامل یې ممکن دا وي چې تاسو په وچ او د ګرد او دوړو څخه ډک ځای کې وخت تېروئ خو دا هم ممکنه ده چې تاسو په تنفسي انتاني ناروغیو اخته شوي یاست. غوره دا ده چې تاسو د خپل روغتیایي مرکز سره اړیکه ونیسئ او د علت د تشخیص لپاره د معاینې غوښتنه وکړئ.

آیا د تنفس په وخت مو د سږو څخه د ویز یا غژغژ غږ راځي؟

که ځواب هو وي: د ویز/غژغژ غږ په عامه توګه هغه وخت پیدا کېږي کله چې د سږو د هوا پایپونه ځان راټول کړي او د هوا جریان پکې محدود شي. د دې لامل کېدای شي استما، د سږو مزمنه انسدادي ناروغۍ KOL یا د تنفسي سیستم انتاني ناروغۍ وي. دا حالت د زړه او د سږو نورې ناروغیو له کبله هم رامنځته کېدای شي. که چېرې تاسو دا علایم لرئ نو د نورو پلټنو او معایناتو لپاره د خپل روغتیایی چارو مرکز سره اړیکه ونیسئ.

ایا تاسو اکثره د تنفسي سیستم میکروبي ناروغۍ لرئ او یا د یو تنفسي میکروبي ناروغۍ څخه وروسته په بشپړه توګه روغ شوي نه یاست؟

که ځواب هو وي: که چېرې تاسو په تکراري ډول یا اوږدمهاله تنفسي مشکلات لرئ نو باید د روغتیایي چارو مرکز ته مراجعه وکړئ. که چېرې تاسو په ساه اخیستلو کې ستونزه لرئ، لوړه تبه لرئ او یا که ستاسو عمومی حالت بدتر شي نو ژر تر ژره روغتیایي چارو مرکز ته رجوع وکړئ. که چیری تاسو بیا بیا په میکروبي ناروغیو اخته کېږئ نو دا امکان لري د سږو نورو ناروغیو نښه وي او د مثال په توګه د سږو اختصاصي کلینیک کې باید نور هم وڅیړل شي.

آیا تاسو احساس کوئ چې ډېر ژر مو ساه سپرېږي؟

که ځواب هو وي: ډیری خلک په دې باور دي چې د ساه لنډوالی اکثره د بدني کمزورتیا یا چاغوالي له امله وي. خو که چېرې تاسو د یو نسبتاً سپک بدني فعالیت په نتیجه کې یا د استراحت په حالت کې د ساه لنډۍ ښکار شئ نو دا ممکن د زړه یا سږو د ناروغۍ علامه وي او په داسې حالت کې باید د روغتیایي چارو مرکز ته مراجعه وکړئ.

ایا تاسو اوس یا پخوا داسې یو چاپیریال کې پاتې شوي یاست چې هلته د ګرد، ګازونو ، رادون یا ناسوځ مالوچ (آسبستوس) سره مخ شوي یاست؟

که ځواب هو وي: ګرد او غبار، ګازونه، رادون یا ناسوځ مالوچ د روغتیا لپاره خطر لري. زموږ د سږو د هوا لارې حفاظتي میکانیزمونه لري خو د اوږدمهاله اغېزې لاندې راتلو په حالت کې دا میکانیزمونه ممکن کافي نه وي.

ایا تاسو سګریټ څکوئ یا مو مخکې سګرټ څکول؟

که ځواب هو وي: د تمباکو څکول په ګڼ شمېر ناروغیو باندې د اخته کېدو خطر زیاتوي چې په دې کې ګڼ شمېر د سرطان ډولونه، د زړه او سږو ناروغي، د شکرې ناروغي او د تنفسي سیستم انتاني ناروغۍ شاملې دي. سګریټ پرېښودل تل روغتیایي ګټې لري او په هر حالت کې ګټوره تمامېږي. روغتیایي تأسیسات کولای شي هغو کسانو سره مرسته وکړي چې غواړي سګریټ پرېږدي. که چېرې تاسو سګریټ څکول پرېښي وي نو مبارک مو شه! تاسو د خپل صحت لپاره یو ښه کار کړی دی او تاسو ته توصیه کېږي چط د سګریټ څکولو څخه ځان لرې وساتئ.

آیا د ټوخي سره مو وینه راوځي؟

که ځواب هو وي: که چېرې د ټوخي سره مو وینه راځي نو دا کیدای شي په تنفسي سیستم یا برانشونو کې د التهاب او یا میکروب له امله وي خو د دې علامې لامل نور عوامل هم کېدای شي چې له دې جملې څخه یو عامل سرطان دی چې شتون او یا نه شتون یې باید د روغتیایی چارو مرکز کې د ترسره شویو ازموینو له لارې معلوم او تشخیص شي.

ایا تاسو په دوامداره توګه په سینه یا اوږو کې درد لرئ او یا مو وزن په غیر اختیاري توګه مخ په کمېدو دی؟

که ځواب هو وي: تاسو ته سپارښتنه کیږی چې د معایناتو لپاره د خپل روغتیایي چارو مرکز سره اړیکه ونیسئ. د دې لاملونه کېدای شي مختلف وي او په دې کې د تایراید د غدې بې نظمۍ څخه نیولې د زړه او سږو ناروغۍ پورې ګڼ شمېر ناروغۍ شاملې دي چې له دې جملې څخه یوه ناروغي سرطان هم ده چې د دې امکان باید د معایناتو له لارې له منځه یوړل شي.

ازموینه اوس بشپړه شوې ده.

تاسو د7 پوښتنو څخه 9 ته هو ځواب ورکړ.

که چېرې تاسو پرنټر نه لرئ نو ډیری براوزرونه ستاسو ځوابونه د پی ډی ایف فایل په شکل کې خوندي کولای شي.